د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو د دغه ولایت له کانونو د تازه استخراج سویو زمردو د پلورلو خبرورکړی دی

د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري وایي، چي یو ځل بیا د هيواد پر سوداګرو ۲ زره ۴۹۱ قیراطه زمرد د ۳۷ زره ۵۵۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارني کمېټې، او د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په شتون کي د داوطلبۍ له لاري خرڅ سول.

نوموړي زیاته کړه، چي تردې وړاندي هم د داوطلبۍ له لاري د هيواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد خرڅ سوي دي.