د پولنډ چارواکو د بیلاروس او پولنډ ترمنځ د “برېسک” په صفري نقطه (چي د فوټبال ساحه هم بلل کېږي) د بند پاته ۲۰۰ افغان کډوالو، چي په خورا ناوړه حالاتو کښي وو، د ژغورني له پاره اقدام وکړ. دغه کډوال، چي د لوږي او تندي له امله ئې د ژوندي پاته کېدو له پاره واښه، د ونو پاڼې او د ډنډونو اوبه استعمالولې، د مرګ او ژوند ترمنځ مبارزه کوله. د راپورونو له مخي، د پولنډ ادارو له دغو کډوالو څخه ۴۰ تنه د کډوالو کمپ ته او ۲۵ تنه روغتون ته لېږدولي دي، ځکه چي دوی د سختو روغتیايي ستونزو سره مخ وو. د پاته نورو کډوالو د ژغورني هڅي لا هم رواني دي.
دغه کډوال، چي ډېری ئې د ناامنۍ، بېوزلۍ او بېکارۍ له امله له افغانستان څخه تښتېدلي، د بیلاروس او پولنډ ترمنځ په ځنګلي سیمه کښي د سختو شرایطو سره مخ وو.
بايد وويل سي، چي دغه کډوال د اروپا د اتحادیې هیوادونو ته د رسېدو په هڅه کښي وو، خو د پولي په صفري نقطه کښي د دواړو هېوادونو د پولهساتو ځواکونو ترمنځ بند راغلي وو. د کډوالو دغه وضعیت د نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو لخوا هم په جدي توګه څارل سوی او له دغه افغان کډوالو سره د مناسب چلند او مرستي غوښتنه ئې کړې ده.