د پوهني وزارت د اسلامي زده کړو معینیت په تشکيلاتي جوړښت کي نوی ریاست رامنځته سو

د پوهني وزارت د اسلامي زده کړو معینیت په تشکیلاتي جوړښت کې «د مدرسینو مسلکي پراختیا» تر نامه لاندي نوی ریاست رامنځته او د پوهني وزارت د سرپرست مولوي حبیب الله آغا له لوري د هیواد د مرکز او ولایتونو د پوهني رییسانو ته په رسمي ډول وروپېژندل سو.
د پوهني وزارت پر ایکس پاڼه لیکلي چي په دې اړه جوړه سوې ناسته کي د پوهني وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا ویل، «د مدرسینو مسلکي پراختیا» ریاست له جوړېدو څخه یې بنسټیزه موخه، د ښوونیزو پروګرامونو تنظیمول او د هیواد په دیني ښوونیزو بنسټونو کي د درسي کیفیت لوړول دي.
د پوهني وزارت سرپرست «د مدرسینو مسلکي پراختیا» رياست د تشکيل په اړه ویلي، یاد رياست د قرآن کریم د حافظانو او علماوو له ډلي په ولسواليو کي څلور تنه غړي او د ولايتونو په مرکزونو کي اووه تنه نور غړي لري او دوی دنده لري، تر څو د مدارسو او دارالعلومونو د ټولو نصابي او اداري چارو سربېره د استادانو د تدریس میتودونه او طریقې له نږدې وڅاري.