د پوهني وزیر: د مدارسو لپاره ځانګړی سوی نصاب باید عملي سي

د کندهار ولایت مقام وایي، د پوهني سرپرست وزير مولوي حبيب اللّٰه آغا نن دوشنبه کندهار ته د سفر په ترڅ کي له پوهني رياست څخه ليدنه کړې او د کندهار د پوهني له رییس مولوي فخر الدين نقشبندي سره د پوهني اړوند پر ځینو موضوعاتو خبري کړي.
د ولایت مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل، سوي چي د پوهني سرپرست وزير د مدارسو پر نوي نصاب ټينګار کړی او زیاته کړې يې ده چي د پوهني وزارت له خوا د مدارسو لپاره ځانګړی سوی نصاب بايد عملي سي.
د پوهني وزیر ویلي، د ښوونيزو خدمتونو د ښه والي او پراختيا په موخه یې په ټولو ولایتونو کي پر ځانګړو پلانونو او فعاليتونو کار پيل کړی.
د ولایت مقام خبرپاڼه زیاتوي چي په دې لیدنه کي د کندهار د پوهني ریيس هم د خپلو لاسته راوړنو، موخو او کړنلارو په اړه د پوهني سرپرست وزير ته معلومات ورکړي.