د پي ټي ایم هالنډ څانګی د اپریل پر ۱۴مه نېټه یو احتجاجی لاریون د هالنډ په دنهاخ ښار کی تر سره کړئ

دا لاریون د هغه لاریونونو لړۍ ده کوم چی ښاغلی منظور پښتین د PTM ټولو څانګو ته تجویز کړی وو.
په نوموړی لاریون کی د PTM هالنډ د ملګرو برسېره د یوې مدنی ټولنی، د یوه اسلامی انجمن او د بلوڅو د غورځنګ غړو ګډون کړی وو.
په دی لاریون کی په پاکستان کی د افغان کډوالو ځورول، لوټول، بېځایه کول، د دوی شتمنۍ تالا کول د پاکستانۍ جنایتکاره ادارې له خوا په صریح توګه او لوړ ږغ تقبیح سول.
د دې لاریون پرېکړه لیک د هالنډ د مهاجرینو وزارت، امنسټی انټرنشنل، د بشری حقوقو سازمانونو، د اروپایی اتحادیی د جنوب شرقی آسیا و دفتر ته واستول سول په نزدې راتلونکی کی به د هالنډ پارلمان او د UNHCR دفتر ته لاس په لاس ورتسلیم سی.