د پښتنو قومي جرګې په ۲ میاشتو کي له پښتونخوا څخه د پاکستاني پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه

د پښتنو د قومي عدالت لویي جرګې په داسي حال کي چي د ټولي کوزي پښتونخوا ولسي استازو، د ګوندونو مشرانو او غړیو، د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر او ګورنر هم حاضر وو، پرېکړه وکړه چي پوځ او استخبارات به له خیبرپښتونخوا څخه په دوو میاشتو کي دننه وزي.
د پي ټي ایم مشر منظور پښتین د جرګې په پای کي وویل، هر ګوند او ولسوالي به درې – درې زره ځواکونه برابروي او که پوځ له پښتونخوا ونه وتی، په ګډه به یې د ایستلو هڅه کوي.
هغه زیاته کړه، چي د جرګې د پریکړه لیک له مخي که دغه ځواکونه ونه وځي، جرګه به پر دې غور کوي چي څنګه دغه جګړه غوښتونکي ځواکونه له خپلي خاوري وباسي.
د جرګې له پرېکړه لیک سره سم، یوه کمېټه به ګومارل کېږي او په ټوله پښتونخوا کي به طبیعي سرچینې معلوموي، په کومو سیمو کي چي ګاز تولید کېږي، امتیاز یې د هغه سیمي حق کېږي.
د جرګې د پریکړه لیک له مخي، پر ډیورنډ کرښه به د دواړو خواوو ولسونه له پاسپورټ او ویزې پرته د پخوا په څېر تګ او راتګ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *