د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور احمد پشتین ویلي دي چي پولیسو یو ځل بیا په خیبر کي د راتلونکي جرګې پر کیمپ چاپه وهلې ده

نوموړي د اکتوبر پر څلورمه تر نيمې شپې وروسته پر اېکس په بیانونو کي ویلي دي چي انتظامیې په خیبر کي د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ هم بند کړي وه او ګڼ پولیس د کیمپ ځای ته ورغلي وه.
دا په داسې حال کي ده چي پشتین د روان ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۱۱مه په خيبر ضلع کي “د پښتنو قامي عدالت” په نوم د درې ورځنۍ لويي جرګې کولو اعلان کړی دی.
پي ټي اېم وايي چي دا څلورم ځل دی چي پولیسو یې د جرګې پر ځای چاپه وهلې ده.
د پښتون ژغورني غورځنګ وايي، سلګونه پوليسو یې کيمپ ته اور ورته کړی او د غورځنګ پر غړو يې ټکان هم کړي دي.
د افریدو او نورو قومونو مشرانو ویلي، چي ټول پولیس او نور کسان چي پر دوی یې ټکان کړي پېژندلي دي او حساب به ورسره کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *