د پښتو ژبي مشهوره، حماسي شاعر مطيع الله تراب د دوشنبې په ماخستن د زړه د حملې له امله د دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړل او وفات سو.
مطيع الله تراب يو غريب انسان وو خو په وطني مينه مست او شتمن وو.هغه به تل د افغانانو ستونزي، مشکلات او کړاونه د خپل شعر په ژبه انځورول او تل به ئې د خپلي شاعرۍ په وسيله پر هغه کسانو نيوکه کول چي د وطن د ورانولو او ويجاړولو فکر به ئې درلودی.
مطیع الله تراب نه یوازې یو شاعر، بلکې د ولس د احساساتو ژباړن وو. هغه به د وطن د ورانۍ او ویجاړۍ پر ضد تل خپل ږغ پورته کوی او هېڅکله به ئې له حق ویلو شاته ګام نه اخیستی.
د تراب پر مړینه د افغانستان سیاسیونو ، شاعرانو ،لیکوالانو کلتوري او ادبي فعالانو او ورسره ، عام ولس خواشیني څرګنده کړې او نوموړی ئې د افغانانو په درد باخبره شاعر بللی دئ.