د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د منتخبي لوبډلي ټاکلو په موخه د واليبال سيالۍ پيل سوې

د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کي د ۲۰ غوره لوبډلو ترمنځ د يادي ولسوالۍ منتخبي لوبډلي ټاکلو په موخه د واليبال سيالۍ، چي ۱۶ ورځي به دوام وکړي، د ميداد خېل سټارز لوبډلي په بريا پيل سوې.

مسوولین وایی، د دغو سياليو په لومړنۍ لوبه کي ميداد خېل سټارز لوبډلي خپلي سيالي خاورين لوبډلي ته د ۱/۲ ميدانونو په توپير ماته ورکړه او بريا يې خپله کړه.

ځوانان وایي، دغه ډول سیالۍ کولای سي ډيری ځوانان بېلابیلو لوبو په خاصه توګه والیبال ته وهڅوي.