د پکتيکا ولايت مقام په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي د دغه ولایت د محلي رسنیو ترمنځ د کرېکټ سیالي پیل سوې

د خبرپاڼي له مخي، دغه سیالي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند ځوانانو چارو امريت له لوري او د کرېکټ امریت په همږغۍ پیل سوي دي.

دا د پکتیکا رسنیو ترمنځ درېیم پړاو کرېکټ سیالي دي چي ترسره کېږي.

خبرپاڼه زياتوي چي په يادو لوبو کي پنځه لوبډلو ګډون کړی او موخه یې، د رسنيو او خبريالانو ترمنځ یووالی دی.

په خبرپاڼه کي همداشان د ولايتي مسوولینو له قوله ویل سوي چي د ځوانانو لپاره به د ښوونيزو او علمي برنامو ترڅنګ د ورزش په برخه کي هم بېلابېل پروګرامونه او سيالۍ جوړي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *