د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کي د اوو لوبډلو ترمنځ د خپلواکۍ د ۱۰۵ کليزي په مناسبت د نيزه وهني سيالۍ ترسره سوې

مسوولین وایي، دغه سیالۍ، چي يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کي یې کټواز لوبډلي د ۴۶ امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی، مرکزي لوبډلي د ۴۴ امتيازونو په ترلاسه کولو دويم او يوسف خېلو لوبډلي د ۳۶ امتيازونو په ترلاسه کولو سره بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.