د پکتيکا کي د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د شېخانو لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت په ارگون ولسوالۍ د ۳۰ لوبډلو ترمنځ په ليري پرتو سيمو کي ورزش ته د ودي ورکولو په موخه د فوټبال سيالۍ، چي ۲۰ ورځي مخکي پيل سوې وې د شېخانو لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

مسوولین وایي، د يادو سياليو پايلوبه د شېخانو او ذوالفقار لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي په ټاکلي وخت سيالۍ ۱/۱ مساوي پای ته ورسیده، خو په پنالټيانو کي شېخانو لوبډلې خپلې سيالي لوبډلي ته د ۳ پر ۲ گولونو په توپير ماته ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.