د پکتیا د کرکټ مسوولین زیاتوي چي په یادو لوبو کي اته پیاوړو لوبډلو برخه اخیستې ده، چي د رواني نومبر تر ۲۱مي به ترسره سي.
د رضا خان کاکا په نوم د دغو سیالیو د پیل مراسمو کي د هغه زوی هم ګډون کړی وو.
باید وویل سي چي د یادو لوبو ټولي لوبډلي په دوو بېلابېلو ګروپونو وېشل سوي چي ټولټال به یې ترمنځ ۱۵ سیالۍ ترسره سي.
د یادولو ده چي رضا خان کاکا د افغانستان د پکتیا ولایت اوسیدونکی وو او د افغانستان کرکت ملي لوبډلي پر مهال به یې دودیزي جامې او درې رنګه بیرغ رپاوه.