د پکتیا محلي مسوولین وايي چي په دغه ولایت کي د شاوخوا څلورنيم ميليونه افغانيو په لګښت د دوو کانالونو، دوه سربندونو او محافظوي ديوالونو د جوړېدو چاري پيل سوې

د پکتيا د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ رياست څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي په سيدکرم او شواک ولسواليو کېيد ۴٫۵ ميليونه افغانيو په لګښت د کانالونو او محافظوي ديوالونو جوړېدو چاري پيل سوې.

په خبرپاڼه کي زياته سوې چي په شواک ولسوالي کي د ۱۵ متره په اوږدوالي يو سربند، د ۲۳ متره په اوږدوالي کانال او د ۲۳ په اوږدوالي محافظوي ديوال جوړېږي.

خبرپاڼه کاږي چي يادې پروژې د ملګروملتونو د پرمختيايي پروګرام په مالي ملاتړ او د پاملرني موسسې په تخنيکي همکارۍ تر سره کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *