د پکتیکا ولایت د بدني روزني او سپورټ آمریت مسوولینو په دغه ولایت کي د لسو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سیالیو د پای خبر ورکړی دی

سرچینې ویلي، چي څه موده وړاندي د دغه ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کي د لسو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهني سیالۍ پیل سوي وې، چي د کټواز کلپ د نیزه وهني لوبډلي د ۴۰ نمرو په تر لاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ او په پای کي یادي لوبډلي ته ډالۍ هم ورکړل سوې.

هېره دي نه وي، چي په دغه ولایت کي د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ولیبال سیالۍ هم نن پیل سوي دي.