د چمن سوداګر: حکومت د کندهار له سپین بولدک سره بې له سفري اسنادو د خلکو تګ راتګ له ژمني پر شا سوی دی

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کي د سوداګرو او پلنډیانو ټولنو مشران وایي، چي حکومت د کندهار له سپین بولدک سره بې له سفري اسنادو د خلکو تګ راتګ له ژمني پر شا سوی دی.
دوی ویلي، که چیري حکومت پر خپلو خبرو ونه دریږي په راتلونکو ورځو کې به بیا پرلت پيل کړي.
د سوداګرو د ټولني مشر او د پخواني پرلت ویاند صادق اڅکزی وايي چي چارواکو تر څو ورځو پوري خلکو ته په شناختي کارډ او تذکرو د تګ راتګ اجازه ورکړه خو اوس بیا پاسپورټ او ویزه غواړي.
دا په داسي حال کې ده چي په چمن کي نهه میاشتنی احتجاجي ناسته د جولای پر ۲۱مه تر هغې وروسته ختمه سوه چي د پرلت غړو او مشرانو وویل چي حکومتي مذاکراتي پلاوي ورسره د پخوا په څېر پر شناخته کارډ او تذکرو د تګ راتګ او ځیني نوري غوښتني منلي دي.
د پاکستان او بلوچستان حکومتونو هغه مهال د پرلتوالو د غوښتني منلو په اړه رسماً څه نه وه ویلي خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وایي، چې حکومت پر خپله ژمنه ولاړ دی او پلنډیان بې له سفري اسنادو له سپین بولدک سره تګ راتګ کولای سي.
د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کي ویلي وه چې د نومبر له لومړۍ څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کوي.