د چمن له اعتراضونو سره سم په انګور اډه کي هم پرلت دوام لري

په چمن کي د اعتراضونو او پرلت په دوام د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کي ډیورنډ کرښي ته څېرمه د عامو خلکو اعتراض او پرلت هم دوام لري.
دغه اعتراضونه پر ډیورنډ کرښه د اوښتو لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط له عملي کولو وروسته راپورته سوي دي.
پاکستاني حکومت د وېزې او پاسپورټ شرط د تېر ۲۰۲۳ کال په نومبر کي وضع کړ او پرته له پاسپورټ څخه چا ته اجازه نه ورکوي.
پرلتوال وايي، په انګور اډه کي د پاسپورټ او وېزې لازمي کول د ډیورنډ فرضي کرښي د دواړو خواوو سوداګر، مزدوران او ولسونه زیانمنوي او دا د پښتنو د لا لیري والي او اقتصادي زیان یوه هڅه ده.
د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د تګ راتګ پرمهال د پاسپورټ او ویزې تر جبري کېدو وروسته د انګور اډې او برمل تر منځ هم پر تګ راتګ پاسپورټ او ویزې جبري کړي دي.