د چمن ښار اوسېدونکي وایي، د چمن – سپین بولدک پر دروازه تګ راتګ پر پاسپورټ نه مني.

د ډیورنډ کرښې هاغاړي چمن ښار اوسېدونکي وایي، د پاکستان هغه پریکړه به په هیڅ صورت ونه مني چي د چمن – سپین بولدک پر دروازه به تګ راتګ پر پاسپورټ تر سره کیږي.

د چمن زرګونه اوسېدونکو له تیري شاوخوا یوې اونۍ راهیسي په چمن کي لاریونونه پیل کړي. دوی وايي پاکستان به هيڅکله دې ته پرې نږدي چي افغانان پښتانه سره وویشي او تر منځ ئې د تګ راتګ لاري ستونزمني کړي.