د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اتلانو جام سیالیو کي سبا جمعه خپله لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره کوي.
دغه لوبه په پاکستان کي د افغانستان پر وخت له ماسپښین وروسته ۱ نیمه بجه پیلیږي.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کي نیوزیلنډ د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي ته د ۶۰ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د لوبې په لومړۍ نیمایي کي نیوزیلنډ د ۵ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سیالي لوبډلي ته د ۳۲۱ منډو هدف وټاکی چي په پوره کولو کي یې پاکستانۍ لوبډله پاته راغله او په ۴۷.۲ اورونو کي یې د ټولو لوبغاړو په سوزېدو لوبه بایلول.
د اتلانو جام دوهمه لوبه نن د هند او بنګله دیش لوبډلو ترمنځ ترسره سوه.