د چین له سفیر سره د مس عینک کان او نورو پروژو په اړه خبري سوي

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د چین هیواد له سفیر ژاو شینګ سره په لیدنه کې د مس عینک کان، آمو دریا نفتي حوزې او دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت پر ایکس پاڼه لیکلي چي سرپرست وزیر په لیدنه کي ویلي، د مس عینک کان او آمودریا نفتي حوزې پر پروژو ښه کار روان دی، په ځانګړي توګه پر آمودریا نفتي حوزې چي له یو چینایي شرکت سره یې قرارداد لاسلیک سوی دی په ورځني ډول ۱۴۰۰ ټنه نفت استخراج کېږي.
سرچینه وایي، دواړو لورو د مس عینک کان پروژې د پرمختګونو، د چارو پر چټکتیا او عملي کار پیل او د لرغونو اثارو په اړه بحث او خبري کړي.
د چین سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سر په دې لیدنه ویلي، دولت یې په پام کي لري چي په چین هیواد کي په بېلا بیلو برخو کي د کارمندانو د ظرفیت لوړولو لپاره ښونیز پروګرامونه جوړ کړي او د کانونو او پټرولیم وزارت هم کولای سي چي خپل استازي دغه ښونیز پروګرام ته معرفي کړي.