دې کسانو ته مرګ ژوبله وروسته له هغه واوښته چي یو شکمن کس د ورزشي مرکز مخ ته خپل موټر پر خلکو وخېژاوه.
د پولیسو په وینا، ټپیان روغتونونو ته لېږدول سوي دي.
دا برید هغه وخت وسو چي خلکو په سپورټي مرکز کي تمرین کاوه.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخي، چارواکو د دې پیښي جزئیات له یوې ورځي ځنډ وروسته خپاره کړل، او د پېښي ویډیوګاني له ټولنیزو رسنیو څخه لیري سوي دي.
د موټر چلوونکی ۶۲ کلن سړی دی چي په یوه کوچني جیپ موټر یې په ورزشي مرکز برید وکړ او هغه کسان یې لاندي کړل چي په سپورټ بوخت وو.