د ښځو د کرکټ نړیوال جام په پيل کي بنګله دېش او پاکستان لوبي ګټلي دي

د ښځو کرکټ نړیوال جام سیالۍ د پنجشنبې په ورځ په متحدو عربو اماراتو کي پیل سوي دي.

دا لومړی ځل دی چي سکاتلنډ د ښځو د کرکټ لوبډله په نړیوال جام کي برخه اخلي.

د بنګله دېش لوبډلي د پچي له ګټلو وروسته لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټاکل سویو شل اورونو کي یې سکاتلنډ ته د ۱۲۰ منډو هدف وټاکه چي سکاتلنډ یوازي ۱۰۳ منډي وکړې.

د دغه لوبي غوره لوبغاړې د بنګله دېش روتي موني سوه، دې په څلورو اورونو کي دوې لوبغاړي وسوځولې او یوازي ۱۵ منډي یې ورکړې.

د ښځو د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د لومړۍ ورځي په دویمه لوبه کي پاکستان بیا سري لانکا ته ماته ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *