ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دوشنبې په ورځ د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د وريښمين تنګي په سيمه کي لنډکروزر او سراچه ډوله موټر ټکر کړی، چي له امله ئې دوه کسان وژل سوي دي.
د سرچينې په حواله چي په دغه ترافيکي پېښه کي درې کسان نور ټپيان سوي دي، چي د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي.