د کابل د ځینو روغتونونو ښځینه کارکوونکو د معاشونو د کمېدو له امله اعتصاب کړی

د کابل د څلورو روغتونونو ښځینه کارکوونکو د معاشونو په اړه چي پنځه زره افغانیو ته راکم سوي، اعتصاب کړی دی.
د راپورونو له مخي په دغه اعتصاب کي د اندراګاندي د کوچني روغتیا، ستوماتولوژي، شیخ زاید او وزیر اکبر خان روغتونونو کارکوونکو برخه اخیستې ده.
په هغو تصویرونو کي چي نن خپاره سوي لسګونه میرمني لیدل کیږي چي په طبي یونیفورم کي د روغتون مخ ته راټولي سوي دي.
د دغو ښځو له ډلي څخه ځینو یې د ښځینه کارکوونکو د معاشونو د کمولو په اړه د مسوولینو پر پرېکړه نیوکه کړې او ویلي، یې دي چي ۵ زره افغانۍ ان د ژوند د لومړنیو لګښتونو لپاره کافي نه دي.
مسوولینو تر اوسه د دغه روغتیايي ښځینه کارکوونکو په اړه څه نه دي ویلي.