د کابل ـ جلال اباد پر لويه لار باندي يو ځوان د سيند اوبو ته لوېدلی او مړ سوی

د يکشنبې په ورځ د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د سورې تيږي په سيمه کي د محمد حنيف په نوم يو ځوان د سيند اوبو ته لوېدلی اوبو وړی او وژل سوی دئ.
عيني شاهدانو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي دغه ځوان د اودس تازه کولو له پاره د سيند اوبو ته کښته سوی او اوبو وړی وو.