د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د غر ښویدني له امله څلور تنه وژل سوي

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د درونټې تونل څخه د لغمان ولايت اړوند سیمه کي د زیات اورښت له امله غر ښوېدلی دی.
د دغه وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، چي د لومړنيو معلوماتو له مخي د دې غر ښویدنې له امله په دوو کوچني موټرانو کي څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغه په وینا، اوس مهال دغه لار د موټرونو د تګ راتګ پر مخ خلاصه سوې او سړک له ډبرو څخه پاک سوی دی.
د کابل – جلال اباد پر لویه لار له دې مخکي هم د سږ کال درنو اورښتونو پر مهال غر ښویدلی چي خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.