د کابل ـ کندهار پر لویه لاره په ترافيکي پېښه کي ۳۸کسان مړه او ټپیان سوي.

د غزني د امنيې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي وايي، چي د کابل – کندهار پر لویه لار په يوه ترافيکي پيښه کې ۶ کسان مړه او ۳۲ نور ټپيان سوي دي.
دغه پيښه پرون شپه ۸ نيمي بجې د دې ولایت د اندړو ولسوالۍ په ناني کلي کي د دوو مسافر وړونکو موټرونو د ټکر له امله سوې.