د کابل – ننګرهار پر لویه لار د ترافیکي پېښي له امله ۵ تنه مړه او ۶ نور ټپیان سوي دي

سرچینه وايي، چي د دې پېښي په قربانیانو کي یوه ښځه او یو کوچنی هم شامل دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخي، دغه پېښه د کابل د سروبي ولسوالۍ په نغلو سيمه کي رامنځته سوې ده.

د يادونې وړ ده، چي دغه پېښه د يوه مسافر وړونکي موټر او بار وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته سوې ده.

په دې پيښه کي د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک بلل سوى دى.

دا په داسې حال کې ده، د شمېرو پر بنسټ، په تېرو دوو مياشتو کي د هیواد په بېلابېلو سيمو کي په بېلابېلو ترافيکي پېښو کي د يادو درېيو کسانو په ګډون نږدې سل تنه مړه او لسګونه نور ټپيان سوي دي.

د ترافيکو رياست مسوولينو له دې وړاندي ويلي وه، چي ډېرى دغه پېښي د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د موټرونو د ډېر سرعت له امله رامنځته کیږي.