څراغ تلوېزیون ته محلي سرچينو خبر ورکړی چي نن جمعه د کابل-کندهار پر لویه لاره د میدان وردګ ولایت ساحې ته نژدې د دوو کوچنیو او یو ۵۸۰ مسافر وړونکي بس تر منځ ټکر سوی دی.
د سرچيني په خبره چي په یاد ټکر کي تر اوسه د ۶ کسانو مړه کېدل تایید سوي دي، خو د امکاناتو د نشتون له امله د مړو شمېر شاید ډیر سي.
د یادوني وړ ده چي نن په یوه ورځ کي دا دوهمه پیښه ده چي د کابل-کندهار پر لویه لاره ترسره کېږي ،او دواړي پیښي مرګ ژوبله هم لري.