د کابل-کندهار پر لویه لاره د دوو موټرانو د ټکر له امله دوه تنه مړه سوي

څراغ تلوېزیون ته محلي سرچينو خبر ورکړی چي نن دوشنبه د کابل-کندهار پر لویه لار د دوو کرولا ډوله موټرانو د ټکر له امله دوه تنه مړه سوي او درې تنه ټپیان سوي دي.

د سرچينو په خبره چي یاد ټکر د وردګ ولایت د توپ دښتي سیمي ته څېرمه سوی دی.

د یادوني وړ ده چي د کابل- کندهار پر لویه لار د سړک د کچه والي او تنګوالي له امله هره ورځ ټکرونه کېږې او درانه تلفات او مرګ ژوبلي اړوي،خو بیا هم مسئولين د یادو ټکرونو د کموالي له پاره هیڅ نوع هڅه نه کوي.