د کابل – کندهار پر لویه لار ترافیکي پيښي مرګ ژوبله اړولې

د کابل – کندهار پر لویه لاره د زابل ولایت د شاجوی اړوند د تازي رباط له پله سره د ټیلر او بس موټر تر منځ ټرافیکي پېښه سوې.
تر اوسه د مرګ ژوبلي په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل سوي خو ویل کیږي چي د ټیلر موټروان ژوند د لاسه ورکړی او څو تنه نور زخمیان سوي دي.
په دې وروستیو کي د کابل – کندهار او کابل – هرات پر لویه لار ترافیکي پيښي زیاتي سوي او اکثره پيښي د لویو مسافر وړونکو موټرونو له خوا رامنځ ته کیږي.
خراب او کم بره سړکونه، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او تېز سرعت او د ترافیکي اصولو نه مراعتول د ترافیکي پيښو لاملونه بلل کیږي.