د کارګر نړیواله ورځ؛ د روغتیا نړیوال سازمان وایي، روغتیایي ستونزي او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چي په افغانستان کي زیاتي روغتیايي او اقلیمي ستونزي د کارګرو خوندیتوب ته ګواښ پېښوي.
نن د کارګر نړیواله ورځ ده خو په هیواد کي ډېری کارګر وایي، چي بې کاري زیاته ده او ان په ډېرو کمو پیسو هم ورته کار نه پيدا کیږي.
د دوی په وینا، له ستونزو سره سره بیا هم کار نه ورته پیدا کیږي او ډېری وخت داسي راځي چي په میاشت کي دوې اونۍ کار نه سي پيدا کولای.
د افغانستان د کارګرانو او کارمندانو ملي ټولني بیا وایي، چي په افغانستان کي تر یو میلیون زیات ماشومان د بېوزلۍ له کبله درنو کارونو ته اړ سوي.