د کارګر نړۍواله ورځ؛ دافغانستان په جنترۍ کي تش په نوم نېټه ده

نن د می لومړۍ نېټه، چي د کارګر نړۍوالي ورځ په نوم ټوله نړۍ کي لمانځل کېږي، په افغانستان کي پر داسي مهال راځي چي په میلیونونو افغانان، په ځانګړې توګه لوستي ځوانان، د بېکارۍ له سختي ستونزي سره مخ دي. دا ورځ، چي د کارګرانو د حقونو او اقتصادي عدالت د خوندیتوب نښه ده، په افغانستان کي د اقتصادي کړکېچ او کاري فرصتونو د کمښت په سیوري کي یوازي یوه رسمي نېټه ښکاري.
د کارګر نړۍواله ورځ په افغانستان کي د یوه دردونکي حقیقت یادونه کوي؛ میلیونونه ځوانان، چي د هېواد راتلونکی دي، د بېکارۍ له امله له ناامیدۍ سره مخ دي. دا حالت نه یوازي د افرادو او کورنیو ژوند اغېزمن کړی، بلکي د ټولني پر اقتصادي او ټولنیز ثبات ئې هم منفي اغېز کړی دئ. که څه هم د دې ستونزي هواری اسانه نه دئ، خو د حکومت، نړۍوالي ټولني او خصوصي سکټور په ګډو هڅو سره دا ننګونه تر یوه بریده کمېدای سي. د کارموندني ملي پروګرامونه، د تعلیم او کار بازار ترمنځ همغږي او د مهارتونو پر بنسټ روزنه هغه لاري دي چي کولاي سي، د افغان ځوانانو له پاره یو روښانه راتلونکی تضمین کړي.
له حکومته دا تمه کېږي چي دغه ملي ستونزه جدي ونیسي او د لوستو ځوانانو د کارموندني له پاره عملي او دوامداره حلونه وړاندي کړي، ترڅو د کارګر نړۍواله ورځ په راتلونکو کلونو کي د ناامیدۍ پر ځای د هیلو او پرمختګ نښه وګرځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *