د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار چارو مرستيال مولوي محمدزاهد احمدزی وايي، هرکال په هیواد کي ۲۰زره کسان له حرفوي زده‌کړو څخه فارغېږي

د نوموړي په وينا، دامهال په هیواد کي د حرفوي زده‌کړو۵۲ فعال مرکزونه سته چي هر کال ورڅخه شل زره کسان فارغېږي او وزارت هڅه کوي، څو د حرفوي زده‌کړو مرکزونه ولسواليو کي هم فعال کړي.

مولوي محمدزاهد احمدزي دغه څرګندوني د پکتيا مرکز ګردېز کي له ولسي خلکو سره په يوه غونډه کې کړي دي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال همداشان وويل چي د هیواد په کچه بې روزګاري دومره نه‌‌ده، څومره چي تبلیغات کیږي.

په غونډه کي يوشمېر کسانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت له مسوولینو وغوښتل چي د پکتيا ځوانانو ته دې د عصري زده‌کړو زمينې ترڅنګ عربي هیوادونو ته د کار لپاره تللو اسانتیاوي برابري کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *