د کانونو او پټروليم وزارت له خوا ۲۵۰۰ کسانو ته د زرشويي په برخه کي د کار زمينه مساعده سوې.

د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کي ۳۵۰ حرفوي زرشويانو ته کاري جوازونه ويشل سوي چي له دې لاري ۲۵۰۰ کسان د يادو شرکتونو سره د آمو د سیند پر غاړه زرشويي کوي .

په کندز ولايت کي د زرو لوی کانونه موجود دي چي څه وخت مخکي يي استخراج په غير قانوني ډول کيدی خو اوس ویل کيږي چي د کانونو او پټروليم وزارت له لوري په غير قانوني ډول د زرو د استخراج مخه نيول سوې او همدارنګه د استخراج لپاره یې د یو شمېر کورنیو او بهرنیو کمپنیو سره تړونونه لاسلیک سوي