د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکوي چي د هند د کان کیندني له یوه شرکت سره یې په افغانستان کي د پانګوني په تړاو خبري کړي دي

دغه وزارت پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چي د هندي شرکت مشر سرینواش اکاپیډي په افغانستان کي د فلزي کانونو، قیمتي ډبرو، نفت او ګازو په برخو کي پانګوني ته لېوالتیا ښکاره کړې ده.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر هدایت‌الله بدري ډاډ ورکړی چي په افغانستان کي د دغه هندي شرکت د پانګوني لپاره زمینه مساعده ده.

دا ډاډ په داسي حال کي ورکول کېږي چي په افغانستان کي د کانونو د تړونونو په برخه کي د شفافیت نه موجودیت ته اندېښنې سته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *