د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین : دا مهال په هیواد کي له ۱۸۰ کوچنیو او لویو کانونو څخه د استخراج چاري رواني دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي، چي دا مهال په هیواد کي له ۱۸۰ کوچنیو او لویو کانونو څخه د استخراج چاري رواني دي.

د یاد وزارت مسوولینو د شنبې په ورځ په کابل کي د خپلو یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کي کړي دي.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان په دې پروګرام کي وویل چي د هیواد په ۱۶۷ کوچنیو کانونو کي د څه باندي ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت پانګونه سوې او په ۱۳ لویو کانونو کي په تدریجي ډول د ۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پانګوني زمینه برابره سوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي، د تېر يوه کال په موده کي په پنجشېر کي د زمرُدو کان شاوخوا ١٧٠٠ سيمي سروې او تثبيت سوي او د قانوني استخراج لپاره يې ۵۷۵ جوازونه صادر کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *