د کانګرس یو غړی وایي، امریکا لا هم د طـ.البانو تر واک لاندي افغانستان ته پیسې لیږي

د امریکا د استازو جرګې غړی ټیم بورچت وایي، بهرنیو هیوادونو ته د امریکا د مرستو له ځنډېدو سره سره، لا هم له امریکا څخه هره اوونۍ افغانستان ته تر ۴۰ میلیون ډالرو ډیري پیسې استول کېږي.
د هغه په وینا، د امریکا له ګډوډ وتلو وروسته، د بایډن حکومت تر ۳ میلیارد ډالرو زیاتي مرستي افغانستان ته لېږلي دي.
که څه هم د طـ.البانو مخالفان او په امریکا کي د بورچټ په شان د کانګریس ځیني غړي ډېر تبلیغ کوي چي دا پیسې د طـ.البانو لاس ته رسیږي خو د امریکا یو شمېر چارواکي او ملګري ملتونه وايي، چي د امریکا پیسې د ملګروملتو او نورو نړیوالو مرستندویو موسسو په لاس پر بشري چارو لګول کېږي.