د امریکا د کانګریس دوه غړي، ټیم برچټ او مارجوري ټیلر ګرین وايي، لا هم هره اوونۍ ۴۰ میلیون ډالر افغانستان ته استول کېږي.
د تنسي ایالت استازي، ټیم برچټ، ادعا کړې چي افغانستان ته په چارتر الوتکو کي وړل کېدونکي نغدي پیسې په نهایت کي د طـ.البانو او القاعده لاس ته لوېږي.
برچټ د امریکا د کانګریس د غړیو په منځ کي د طـ.البانو سخت منتقد دی.
بل خوا د افغانستان د بیارغوني لپاره د امریکا پخواني سرمفتش جان سوپکو د هسپانیا په مادرید کي د هرات په امنیتي کنفرانس کي ویلي، چي په افغانستان کي د طـ.البانو له بیا واک ته رسیدو راوروسته متحدو ایالتونو پر افغانستان تر ۲۱ میلیارد ډالره زیاتي پیسې لګولي دي.
د جان سوپکو اشاره هغو پیسو ته هم ده چي له افغانستانه د لسګونو زره افغانانو په ایستلو او په متحدو ایالتونو کي د هغو پر ځای پر ځای کولو یې لګولي دي.
سوپکو په عین حال کي وویل، سره له دې چې د ولسمشر ټرمپ حکومت بهرنۍ مرستې ځنډولي، امریکا لا هم هره اوونۍ افغانستان ته مرستي لیږي.