د کانګریس غړیو د پاکستان پر لوی درستیز د بندیز غوښتنه کړې ده

د امریکا د جمهوریپال او دیموکرات ګوندونو دوو سناتورانو، کانګرس ته یوه لایحه وړاندي کړې چي د پاکستان د پوځ پر لوی درستیز عاصم منیر د بندیزونو غوښتنه کوي.
جو ویلسون او جیمي پانتا، عاصم منیر د سیاسي مخالفانو پر ځپلو او د پخواني صدر اعظم عمران خان پر زنداني کولو تورن بللی دی.
دا لایحه چي د پاکستان د دیموکراسۍ لایحه نومېږي د امریکا هیل ورځپاڼي یې یوه نسخه تر لاسه کړې.
لایحه غوښتنه کوي، چي په راتلونکو ۱۸۰ ورځو کي دي امریکا ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز ویزه لغوه سي او امریکا ته د هغه پر هر ډول سفر دي بندیز ولګول سي.
دا لایحه پاکستاني چارواکي، چي په سیاسي ځپلو کي ښکېل دي، په ګوته کولو ته هم اشاره کوي او وړاندیز کوي، چي د ورته بندیزونو سره دي مخامخ سي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *