د امریکا متحدو ایالتونو ته د افغان کډوالو د انتقال پروګرام د ځنډولو په تړاو د دې هیواد د ولسمشر، ډونالد ترامپ له اجرايي فرمان وروسته د کانګرس په دواړو جرګو کي یو شمېر مخکښو ډیموکراټانو پر سپیني ماڼۍ ږغ کړی چي امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر ته دوام ورکړي.
د کانګرس د استازو جرګې او د سنا قضایي کمیټو ډیموکرات غړو دا غوښتنه د بهرنیو چارو له نوي وزیر او په سنا جرګه کي د دوی پخواني همکار مارکو روبیو څخه په یوه لیک کي کړې ده.
دوی له ښاغلي روبیو غوښتي چي له خپل نفوذه په استفادې د خدمتونو ځنډ لغوه او د افغان کډوالو د لېږد پروګرام بیا پیل کړي.
د کانګرس د دواړو جرګو دغه ډیموکراټ غړي په داسي حال کي د جمهوريپال ډونالډ ټرمپ له حکومته دغه غوښتني مطرح کوي چي یو شمېر هغه افغان کډوال چي په پاکستان کي د خپلو کیسونو پروسس ته انتظار باسي وايي، په یوه بې برخلیکه حالت کي ژوند کوي.
دوی ټینګار کوي چي له دوو ورځو راهیسي د افغان کډوالو د نیولو لپاره د پاکستان د پولیسو عملیات چټک سوي او له واشنګټنه یې وغوښتل چي امریکا ته د افغان کډوالو د انتقال لړۍ بېرته پیل کړي.