د کجکي بند له پنځه کاله ځنډ وروسته د اوبو ډک او پارچاو سوی

د هلمند په کجکي ولسوالۍ کي د اوبو بند چي د مځکو د خړوبولو تر څنګ کندهار او هلمند ته برېښنا هم ورکوي له پنځه کلن ځنډ وروسته سږ کال د ډيرو اورښتونو له کبله ډک او پارچاو سوی.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سه شنبې په ورځ له دغه بند څخه د لیدني پر مهال د روانو چارو ستاینه کړې او ویلي یې دي چي د دغه ملي پروژې د کارونو په برخه کي باید لا ښه والی راسي.
د هغه په وینا، په روان کي کال کي د ډیرو اورښتونو له امله به د کرني برخه وده وکړي او هم به په هیواد کي دننه د برېښنا د تولید کچه لوړه سي.
د اسلامي امارت مسوولین ډېری وخت د اوبو او برېښنا له هغه بندونو څخه لیدني کوي چي چاري یې د مخکیني جمهوري نظام پر مهال پيل سوي او خلک بیا له دوی څخه غوښتنه کوي چي په هیواد کي د نورو لویو بندونو چاري هم پيل کړي.