د کران ومنجان سيمې اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو د کمښت څخه شکايت کوي

کران ومنجان د بدخشان د ليرو پرتو ولسواليو له څخه يوه ولسوالي ده، چي اوسېدونکي ئې د روغتيايي خدماتو د کمښت له امله د ط…البانو پر اداره باندي نيوکه کوي.
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چي د زيږون پرمهال د دغې ولسوالي په روغتيايي مرکزونو کي ډېری امېندواره ميرمني د روغتيايي خدماتو او د ډاکټرانو د کمښت له امله د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
د هغوی په خبره چي په دغه ولسوالۍ کي د روغتیا په برخه کي هغه ډول امکانات نسته، چي د دې سيمي اوسېدونکي ورته اړتيا لري، د دوی په وينا چي د کوچني د زيږيدو پرمهال دوی اړ دي، چي امينداوره ميرمني د بل سيمي روغتيايي مرکزونو ته انتقال کړي، چي ډېر وخت د لاري په اوږدو کي امېندواره ميرمني خپل ژوند د لاسه ورکوي.
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي د ط…البانو د حکومت له ادارې څخه غوښتنه کوي، چي د روغتيا په برخه کي ورته اسانتياوي برابري کړي.
هېره دي نه وي چي په ۱۴۰۳ هـ،ش کال کي د کران ومنجان ولسوالۍ ۲۹ امېندواره ميرمنو د روغتیايي خدماتو د نه شتون له امله د زیږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *