د کراټې ټاکنيزي سيالۍ ملي لوبډلي ته د ۸۰ ورزشکارانو په غوراوي سره پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزني او ورزش عمومي ریاست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کي د ۵۱۸ ورزشکارانو ترمنځ په کيوکيشن او امتيازي سبک کي د کراټې ټاکنيزي سيالۍ ملي لوبډلي ته د ۸۰ ورزشکارانو په غوراوي سره پای ته ورسېدې، چي پنځه ورځي يې دوام درلود.

په دغو سیالیو کې د ۲۰ ولایتونو ۵۰۵ ورزشکارانو او له ایران هیواد څخه د افغان مهاجرینو ورزشکارانو ۱۳ کسیزي لوبډلي هم ګډون کړی وو.

دغه سيالۍ د ځوانانو او لويو ورزشکارانو په عمري او له ۵۰ کيلو ګرام څخه تر ۹۰ کيلو ګرام وزني کټګوريو کي ترسره سوې، چي پايله کي په کیوکیشن سبک کي ۲۰ ورزشکاران د لويانو له کټګورۍ او ۲۰ ورزشکاران د ځوانانو له کټګورۍ څخه او په امتیازي سبک هم۲۰ ور شکاران د لويانو له کټګورۍ او ۲۰ ورزشکاران د ځوانانو له کټګورۍ څخه، وټاکل سول.