د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدارعظم عثماني د کرني ودي او بې وزلۍ کمولو نړېوال کنفرانس کي ویلي، که نړۍ غواړي چي فقر را کم کړي، غوره به وي چي له افغانستانه یې پیل کړي.
دغه کنفرانس چي د بېلابېلو هیوادونو د کرني چارواکو په شتون کي د چین په پلازمېنه بیجینګ کي ترسره سو، ښاغلي عثماني په خپلو خبرو کي له هیوادونو او پانګوالو غوښتنه کړې چي په افغانستان کي په بېلابېلو سکټورونو کي پانګونه وکړي.
نوموړي له نړېوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي، چي موجوده امنیت ته په کتو دي افغان بزګرانو سره خپلي مرستي زیاتي کړي.
په ورته مهال د اکسفورډ پوهنتون یو شمېر استادانو د بېلابېلو هیوادونو له مسوولینو غوښتي چي له افغانستان سره مرسته وکړي.