د کرني وزارت د قوش تېپې کانال اړوند ساحې د خاوري د آزمویني د پروګرام د پیلېدو خبر ورکوي

دې وزارت ویلي چي د دغه پروګرام په ترڅ کي به چي د خاوري پېژندني د ریاست د شپږ کسیز متخصص ټیم له‌خوا پرمخ وړل کېږي، د دې کانال اړوند مځکو د خاوري نمونې اخیستل کېږي څو معلومه سي چي کوم وړ بوټي پکښي کرل کېدای سي او همدارنګه به د فرعي کانالانو د ډیزان طرحه چمتو کیږي.

ویل سوي چي پروګرام به په دوو میاشتو کي بشړ سي.

د قوش تېپې کانال چي ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د کیندني چاري یې په ۲۰۲۲م کال کي پیل سوي چي لومړۍ برخه یې د څه باندي سلو کیلومترو په اوږدوالي د تېر ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ میاشت کي بشپړه سوه او پر دوهمي برخي یې اوس کار روان دی.

تمه ده چي د دې کانال په بشپړېدو سره په بلخ، فاریاب او جوزجان ولایتونو کي په سلګونه زره جریبه مځکه کرني او باغدارۍ ته چمتو سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *