د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په کابل کي د جاپان سفیر سره په لیدنه کي د جاپان حکومت د کرني او مالدارۍ په برخه کي د همکاریو او ناکامورا د پروژو پر پلي کولو خبري کړي دي

د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري ویلي، کلک هوډ لري چي د جاپان مرستي په اغېزناک ډول وکاروي څو بزګران او مالداران ورڅخه ګټه پورته کړي.

نوموړي د نشه یي توکو د بدیل کښت لپاره د بزګرانو د ملاتړ او د هغو پر ځان بسیا کېدو سره د مرستي ترڅنګ د ډاکټر تیتسو ناکامورا د پروژو د پلي کولو غوښتنه هم کړې ده.

په دې لیدنه کي د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا ویلي، جاپان به په بدیل معیشت، غلو، سبزیجاتو، د مخدره موادو پر وړاندي مبارزې، د ناکامورا پروژو تطبیق او د اوبو لګولو پروژو په برخو کي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *