د کرکټ ایمرجینګ اسیا جام سیالۍ د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ پیل سوې چي لومړۍ بریا افغان ابدالیانو خپله کړه

د کرکټ اسیايي شورا له لوري د کرکټ ایمرجینګ اسیا جام سیالۍ د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ پیل سوې چي لومړۍ بریا افغان ابدالیانو خپله کړه

دغه سیالي چي تېره وځ د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې په عمان کي پیل سوې وه، افغان لوبډلي لومړۍ پاڼۍ ترسره کړې وه او په شلو اورونو کي یې د ۷ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۶۶ منډي کړي وې.

افغانستان ته په توپوهنه کي صدیق اتل ۸۳ او ذبید اکبري ۵۷ منډي وکړې.

سریلانکا د هدف په دوام په ۱۹.۳ اورونو کي ۱۵۵ منډي وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

افغان لوبډله به خپله دوهمه سیالي د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د بنګله دېش الف لوبډلي پر وړاندي ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *