د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام؛ افغانستان استرالیا ته تاریخي ماته ورکړه

د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کي د افغانستان لوبډلي نن سهار د ۲۱ منډو په توپير اسټرالیا ته ماته ورکړه.
په دې سیالۍ کي د افغانستان لپاره په توپوهنه کي رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ او په توپ اچونه کي ګلبدین نایب او نوین الحق ښه وځلیدل.
ګلبدین نایب د لوبي په مهمه شېبه کي د اسټرالیا مخکښ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی سو.
ده په ۴ اورونو کي ۲۰ منډي ورکړې او د ګلین میکسویل، مارکس سټاینز، ټیم ډیویډ او پاټ کمېنز ویکټي یې ترلاسه کړې.
په ننۍ سیالۍ کي د افغان لوبډلي لومړی لوبغاړی تر ۱۱۸ منډو وروسته وسوځېدی او تر شلو اورونو وروسته یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۸ منډي وکړې.
که د سبا په سیالۍ کي هندوستان اسټرالیا ته او د جون په ۲۵مه نېټه افغانستان بنګله دېش ته ماته ورکړي، افغانستان نیمه پایلوبي ته رسیږي.