د کرکټ شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان سبا له بنګلدېش سره مهمه لوبه لري

د اتو غوره لوبډلو د لوبو په لړۍ کي سبا سه شنبه افغانستان له بنګلدېش سره مهمه لوبه لري چي د افغانستان پر وخت ۵ بجې د ویسټ انډیز کېنګزټاون ښار په ارنوس ویل لوبغالي کي تر سره کېږي.
د افغانستان لپاره په لوی توپير د دې لوبي ګټل ځکه مهم دي، چي وړاندي تر دې یې د اتو غوره لوبډلو په پړاو کي له هند څخه ماته خوړلې ده.
افغانستان تر اوسه د اتو غوره لوبډلو پړاو سیالیو کي دوې لوبي کړي چي هند ته یې بایللې خو اسټرالیا ته يې ماته ورکړې ده.
د کرکټ مبصرین وايي، د افغانستان ملي لوبډله روانو لوبو ته په کتو له رواني، جسمي او لوبیز پلوه د بنګلدېش تر لوبډلي ښه ده نو ډېر امکان سته، چي دا لوبه به افغان لوبډله وګټي.